ختیځ ادبي بهیر خپله پرله پسې ۱۸ مه اونيزه غونډه وکړه/
 ایمل مړوند ایمل مړوند

 

 

ختیخ ادبي بهیر خپله پرله پسې ۱۸ مه او نیزه ناسته د تل په څېر په جلال اباد ښار کې د میودوتیک په انګړ کې ترسره کړه.

 

دا غونډه د (۱۳۹۱ ) کال د لړ میاشتې په (۲۴) مه نیټه د جمعې په مبارکه ورځ سهار نهه بجې پیل شوه او تر غرمه ناوخته پورې يې دوام وکړ.

 

د غونډې پیل د رحمت الله حکیمي لخوا د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پرتلاوت وشو او د دریځ چارې د عرفان الله بیدار پرغاړه وې.

 

مشري يې دادمحمد ناوک کوله او د میلمه پرڅوکۍ ورسره د لواړګې نه راغلی مېلمه  نیاز علي خاکسار ناست و.

 

د تېرې ناستې ګزارش ایمل مړوند ولوستلو او ناستو ملګرو پرې خپل نظرونه ورکړل.

 

زاهدالله کریمزي ګزارش تر ډېره ژورنالیستیک ګزارش یادکړ او وې ویل، چې د ادبي او ژورنالیستیک ګزارش ترمنځ باید توپیر وي. په خبره يې په ګزارش کې تکراري جملې او کلیمې  ډېرې راغلې وې، چې له امله يې ګزارش ډېر اوږد شوی و، هغه وویل همدا خبرې باید په لنډو جملو کې راخیستل شوې وې او د ګزارش د اوږدیدلو مخه نیول شوې وه.

 

دوست محمد دوست د کرکتنې د یوې غونډې لپاره همداسې بشپړ ګزارش سم وبللو.

 

غزت ځواب په ګزارش کې ( د لاندې سر بېره ) کسانو پرځای (په لاندې کسانو سربېره) کلیمه سمه ووبلله.

نقیب احمد عزیزي هم د کریمزي ملا تړله، چې باید ادبي ګزارش او د ژورنالیستک ګزارش سره یو څه توپیر ولري.

 

نوموړي هم د ګزارش د اوږدیدو خبره کوله ویل باید هڅه وشي چې په لږو جملو کې ډېرې خبرې ځای شي او د ګزارش د اوږدیدلو مخه ونیول شي.

 

شکرالله قلندري بیا وړاندیز وکړ، چې د ځينو استادانو او محترمو اشحاصو سره باید په ګزارش کې د صیب یا ښاعلي کلیمه ولیکل شي.

 

محمد نادر دانش ګزارش وستایلو او زیاته يې کړه، چې د غونډې برخوال باید د خبروکولو پرمهال اختیاط وکړي، چې ګزارشګر ته ستونزه پېښه نه کړي.

 

هغه ویل له کرکتنې ورسته باید په کرکتنه بحث ونه شي او که وشي، نو  ګزارشګر اړ دی چې د ټولو خبرې ولیکي.

 

داد محمد ناوک په ټوله کې د یو بشپړ راپور په ډول ګزارش خوښ کړ، خو د ګزارش په لنډ لیکلو يې ټینګار وکړ، وې ویل په  ګزراش کې دې هڅه وشي چې د غونډې مهمې خبرې راوخیستل شي او د ګزارش د ډېر اوږیدیدلو مخه ونیول شي.

 

پرګزارش له خبرو ورسته باید د ایمل مړوند په نثري لیکنه کرکتنه شوې وه، خو نوموړي لیکنه له ځان سره نه لرله او یوه ازاده مشاعره وشوه چې لسګونو تنو شاعرانو پکې خپل شعرونه وویل.

 

تر مشاعرې ورسته د دې اونۍ د ناستې مشر مېلمه دادمحمد ناوک دريځ ته وبلل شو، نوموړي د بهیروالو مننه وکړه، چې د غونډې د مشرۍ پرڅوکۍ  د کېناستو ویاړ يې ورکړ. ترڅنګ يې د بهیر د لا پرمختګ لپاره د سمون ځينې وړاندیزونه وکړل، ناوک غونډې ته پر وخت د راتلو په اړه ډېر ډېنګار وکړ چې ملګري باید په خپل وخت غونډه پیل کړي. ناوک ځينې شته ستونزې یادې کړې او د سمون لارې چارې يې ورته وویلې.

راتلونکې اونۍ ته صاحب الله عابد ژمنه وکړه چې خپله لنډه کیسه به کرکتنې ته وړاندې کوي.

 

غونډه غرمه ناوخته پای ته ورسیده.



November 16th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها